د کابل ښار د شبکو له چارو جدي څار پیل شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۴:۵
کابل

۱۴۴۶/۰۶/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، کابل ښار کې یې د ښاري شبکو له چارو جدي څار پیل کړ، تر څو چارې معیاري او د پلان مطابق سرته ورسېږي.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، تخنیکي او مسلکي انجنیران یې په کابل ښار کې له دهمزنګ تر کوټه سنګي د غځېدلي سړک له چارو د نظارت او څرنګوالي په موخه واستول.

نوموړی وایي، یاده چاره یې د درېیمې محترمې ناحیې په همغږۍ ترسره کړه او د جوړېدونکي سړک ارزونه او څارنه یې وکړه.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مقام له لوري د دغه وزارت اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست مؤظف ګرځول شوی، تر څو په کابل کې د ښاري پلانونو او د سړکونو جامع پلان د تطبیق له څرنګوالي ډاډ ترلاسه کړي.

د دغه وزارت تخنیکي او مسلکي انجنیران د منل شوو ملي او نړیوالو معیارونو او ستنډردونو په پام کې نیولو سره د کابل ښار له جوړېدونکو سړکونو څارنه کوي، تر څو چارې د پلان مطابق سرته ورسېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له دندو جوړېږي، چې له ټولو دولتي پروژو څارنه او ارزونه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۸
Background image

د سرپل ولایت د الجهاد ولسوالۍ د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۸

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري ټاکل شوي تخنیکي پلاوي، د ولسوالیو د تعمیرونو د جوړولو پروژو د څارنې په لړ کې، د الجهاد ولسوالۍ د اداري تعمیر د ودانیزې پروژې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۹
Background image

د فاریاب ولایت په میمنه ښار کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۸

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو اړوند تخنیکي ټيم د میمنې ښار د ملکي هوايي ډګر آمریت اړوند د مسجد شریف د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۹:۱۷
Background image

سرپل ولایت کې د یو استنادي کانال د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۸

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د یو استنادي کانال د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه، چې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت