د بلخ ولایت له ښاروالۍ سره د ښاري تخلفاتو مخنیوي په موخه مشورتي ناسته وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۱:۲۲
بلخ

۱۴۴۶/۰۶/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي او مسلکي ټیم یې د بلخ ولایت د محترم ښاروال، د دغې ښاروالۍ د تخنیکي خدماتو او سکتوري محترم رئیس او نور تخنیکي ټیم سره د یاد ولایت د محترم مقام د مرستیال په شتون کې مشورتي ناسته وکړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، په دغه ناسته کې د ښاري تخلفاتو پېژندلو، مخنیوي او په تړاو یې د بشپړې همکارۍ او همغږۍ پر موضوعاتو خبرې وشوې.

د نوموړي به خبره، د بلخ ولایت محترم مقام مرستیال ژمنه وکړه، چې د یادو موضوعاتو د مخنیوي برخه کې به هڅه وکړي چې د ښاروالۍ او کور او ښار جوړولو ریاست ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ روحیه لا پیاوړي کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ټولو ولایتونو له محترمو ښاروالیو غواړي چې د پلانونو په سم تطبیق کې بشپړه پاملرنه وکړي او په چارو کې د کور او ښار جوړولو له ریاست سره همکاري او همغږي ولري.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۴:۲۵
Background image

د هرات په ښار کې د ستر جامع مسجد شریف له ترمیمي چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۳/۲۱

هرات ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ستر جامع مسجد شریف له ترمیمي چارو څارنه وکړه.

ښاغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۶
Background image

په زابل ولایت کې د قلات ښاروالۍ د یوه باب مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۳/۲۱

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملاداد ګل مسلم وایي، د دې ریاست د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د قلات ښاروالۍ اړوند د مارکېټ له ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه.

. . .
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د کابل په نوي ښار کې دروغتون د جوړولو په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه

۱۴۴۷/۰۳/۲۰

د ریاست الوزرا د عالي مقام د حکم د تطبیق په موخه، چې د کابل په نوي ښار کې د سرطاني ناروغانو د روغتون د جوړولو د کمیټې د مشرتابه مسئولیت یې د کور او ښار جوړولو وزارت ته. . .

BACK TO NEWS