سرپل ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوي په موخه اقدامات پیل شول

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۰:۴۸
سرپل

۱۴۴۶/۰۶/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې سرپل ولایت کې د ښاري تخلفاتو پېژندو او مخنیوي په موخه د یاد ولایت د محترم مرستیال خال محمد حقاني او د دغه ولایت له محترم ښاروال او د همدې ولایت د ټولو ولسوالیو له محترمو ښاروالانو سره ناسته وکړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، دغه ناسته مشورتي ناسته وه، چې په کې د ښاري تخلفاتو پېژندو او مخنیوي په موخه خبرې اترې وشوې.

نوموړی وایي، دغه ناسته اغېزمنه وه، چې په کې تصمیم ونیول شو، څو د ښاري تخلفاتو مخنیوی په جدي توګه وشي او شته ستونزې حل شي.

د ښاري سرغړونو پېژندنه، ډولونه، اغېزمن عوامل یې، د یادو سرغړونو د مخنیوي کاري بهیر، د اړوند ریاست دندې او مسؤلیتونه او نور اړین موضوعات هغه څه وو، چې په یاده ناسته کې پرې بشپړې خبرې شوې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت