د کور او ښار جوړولو وزارت د عادي او پراختیایي بودیجې په تړاو خبرې وشوې

۱۴۴۶/۰۶/۱۴
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ او د اړوندو ریاستونو په غړیتوب د راتلونکي کال لپاره د وزارت په عادي او پراختیایي بودیجې خبرې اترې وشوې.
په ناسته کې، د دفترونو د اداري او خدماتي وسایلو په لګښت، د وزارت په پروژو او لګښتونو خبرې وشوې، چې دولتي ودانۍ، ځینو ولایتونو کې د ترانسپورتي ترمینل جوړول او د نوي کابل ښار پروژه کې د عمومي سړکونو جوړول په کې شامل وو.
په دغه ناسته کې، د راتلونکي کال لپاره د بودیجې دقیق سنجش او راتلونکی مالي پلان جدول بندي او تنظیم شو.
دغه راز، بحث وشو چې د روان کال نیمه کاره پروژو بودیجه دې راتلونکي کال ته ولېږدول شي، اسناد دې یې پړاونه بشپړ کړي او ځینې پروژې د راتلونکي کال په بودیجه کې شاملې شي.
ورپسې، د وزارت اړوند دفترونو کې د اداري او خدماتي وسایلو، لکه قرطاسیې، د پرنټرونو رنګ، روغنیات، برق، ګاز، انټرنټ، د ټیلفون لګښت، ترمیمات او خدماتي وسایل په دقیقه توګه سنجش شول.
ښاغلي محمد ارسلاح خروټي وویل، ځینې ولایتي ریاستونه اداري تعمیرونو ته اړتیا لري چې لازمه ده بودیجه یې د راتلونکي کال په بودیجه کې شامله شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې د بودیجې په تعین او لګښت کې دقت، احتیاط او بشپړه پاملرنه وکړي، ترڅو د غیر اړینو مصارفو څخه مخنیوی وشي.