بدخشان ولایت کې د غیر قانوني کار مخنیوی وشو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۳:۲۵
بدخشان

۱۴۴۶/۰۶/۱۴

بدخشان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي ولي الله الهي وایي، په ریاست کې موجود د ښاري تخلفاتو مخنیوي ټیم یې په یاد ولایت کې د غیر قانوني کار د ترسره کېدو مخالفت وکړ.

ښاغلی مولوي ولي الله الهي وایي، دغه غیر قانوني چاره د تېلو د یو پمپ سټېشن جوړول و، چې د بدخشان په مرکز فیض اباد کې جوړېده او دوی یې مخنیوی کړی دی.

نوموړی وایي، د یاد پمپ سټېشن مسؤل قانوني چارې نه وې ترسره کړې او په درې بسوې ځمکه کې چې زرغونه سیمه او د سیند حریم دی، غوښتل یې پمپ جوړ کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په ټولو ولایتونو کې د زرغونو ساحو او د سیندونو له حریمونو په پلان کې ساتنه کوي او چاته اجازه نه ورکوي چې د پلان خلاف چارې ترسره کړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

په کابل کې د پسته خانې د نوې ودانۍ له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ، د وزارت د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د څارنې او تطبیق تخنیکي ټیم د کابل ښار په لومړي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په سوزمه قلعه کې بې ‌نقشې ودانیزې چارې ودرول شوې

۱۴۴۷/۰۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ د سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالۍ ته د څارنې لپاره ورغلی او د ښار د پلان شوې ساحې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۳:۷
Background image

د الشفا روغتون د موټرو د تمځای ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې په اساس، د بنسټیزو پروژو د نظارت ریاست تخنیکي ټیم د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د څارنې او تطبیق د ریاست. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت