د بلخ ولایت د اقکپرک بازار ( د کشنده ولسوالی مرکز) د تفصیلی پلان د ترتیب په موخه توپوګرافی او ښاری سروی ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۲:۰
بلخ

3/5/1446

د بلخ ولایت د کور اوښار جوړونی ریاست ریس ښاغلی مولوی عین الدین حامد وایی دوی د خپل کاری پلان مطابق او د وزارت د اهدافو سره سم چه غواړی د هیواد غیر رسمی بازارونه رسمی او تفصیلی پلانونه ورته ترتیب کړی، یو تخنیکی ټیم د یاد ریاست د ښاری چارو د امر په ملتیا  یادی ولسوالی ته د توپوګرافی او ښاری سروی د سرته رسونی په موخه واستوی چه یاد تیم د ذیربط ادارتو سره په همغږی یاد سروی ترسره کړه او انشالله په نژدی راتلونکی کی به د یادی ولسوالی لپاره تفصیلی پلان ترتیب او تر منظوری وروسته به د تطبیق په موخه واستول شی.

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړونی ریس ښاغلی مولوی عین الدین حامد وویل چه دوی هوډ لری ترڅو د ریاست الوزرا د عالی مقام د هدایت سره سمه په روان کال کی د د کشنده ولسوالی ترڅنګ د زاری ولسوالی د مرکز لپاره هم تفصیلی پلان ترتیب کړی. د یادو ولسوالیو مراکز د بازرونو لرونکی دی خو لاتر اوسه ورته تفصیلی پلانونه نه وو ترتیب شوی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۳۴
Background image

د نیله ‌باغ او قطري ښارګوټو له ودانیزو چارو څخه لیدنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنا د پراختیا محترم مرستیال الحاج ګل زرین صابر او د دې وزارت د برنامو د انسجام ریاست وارسي کوونکی  انجنیر عبدالوهاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د ښاري چارو مرستیال د ملګرو ملتونو د زیربنايي پراختیا د پروژو د مسؤول سره وکتل

۱۰/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د زیربنايي پراختیا پروژو د مسؤول کریستیان ډورفیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۱۷
Background image

په کندهار کې د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۷/۰۶/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د کندهار ولایت د زیړۍ ولسوالۍ د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د مهاجرینو د کمېټې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت