د محمد علي کلې بنسټ له خوا د جوړېدونکي سټډیوم د ځمکې په اړه خبرې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۳:۵۶
د محمد علي کلې بنسټ له خوا د جوړېدونکي سټډیوم د ځمکې په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۶/۶/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې له امریکا راغلي ښاغلي ایرونټ منیګو او د هغه له مل ملګري سره وکتل او پر یو شمېر اړینو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې، لومړی په کابل کې د محمد علي کلې د بنسټ له لوري د جوړېدونکي ورزشي سټډیوم د ځمکې د برخلیک په تړاو خبرې وشوې، چې څنګه کېدای شي چارې یې ژر تر ژره پیل شي.

ښاغلي ایرونټ منیګو وویل، هڅه به وکړي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د سیاسي او دیپلوماتیکو اړیکو د رغښت لپاره کار وکړي او په خبره یې کابل کې د ورزشي سټډیوم جوړول یې یو نېک ګام دی.

نوموړی وایي، دا چاره کولای شي چې د نورو سیاسي او دیپلوماتیکو اړیکو د رغښت او پیاوړتیا لپاره لاره پرانیزي او دوی به هڅه وکړي چې مثبت پیغام وړاندې کړي.

منېګو وویل، کله چې بېرته امریکا ته لاړ شي، له افغانستان به ښه انځور وړاندې کړي او په وینا یې تمه لري چې شته موانع به له منځه لاړ شي.

هغه وویل، هڅه به وکړي چې امریکایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هم وهڅوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وویل، د افغانستان او امریکا ترمنځ شاوخوا شل کاله جګړه وشوه، چې دواړه لورو ته درانه تلفات واوښتل او له امله یې یو د بل پر وړاندې فکرونه حساس شوي چې اړتیا ده دغه اړخ بېرته په سیاسي او دیپلوماتیک لحاظ مثبت او پیاوړی شي.

ښاغلي نعماني وویل، دا چاره سخته نه ده، خو وخت ته اړتیا لري او باید منظم پلان، نرمه او دوستانه پالیسي او پیاوړې سیاسي اراده شتون ولري.

نوموړي وویل، تمه لري چې د امریکا نوی حکومت به د افغانستان پر وړاندې د تېر حکومت ناسمه تګلاره غوره نه کړي او هڅه به وکړي چې د چین او روسیې په څېر دوستانه سیاست خپل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود خان د استوګنیز او سوداګریز کمپلکس له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۴۴
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم مکروریان ښارګوټي له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۸:۳۹
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ریاست اړوند د تخلفاتو د مخنیوي او عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار په درېیمه ناحیه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت