په سرپل ولایت کې د ښاري سرغړونو مخنیوی وشو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۳:۶
سرپل تخلفات شهری

۱۴۴۶/۶/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست د ښاري سرغړونو مخنیوي ټيم لخوا په سرپل ولایت کې د ښار په ځینو سیمو کې د خپل سرو ودانیو مخنیوی وشو.

ښاغلي مولوي حقاني وویل، د سرپل ولایت د ښار په لومړۍ ناحیه کې څو خپل سرې ودانۍ له نږدې ولیدل شوې، چې چارې یې د نقشې خلاف روانې وې.

نوموړی وایي، په همدې تړاو یې د یادو کورونو مالکینو ته وویل، چې خپل اسناد په قانوني بڼه طي مراحل کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټيمونه د ښاري تخلفاتو مخنیوي په موخه له ودانیو څارنه کوي، تر څو ښاري پراختیا په منظم ډول ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۳۴
Background image

د نیله ‌باغ او قطري ښارګوټو له ودانیزو چارو څخه لیدنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنا د پراختیا محترم مرستیال الحاج ګل زرین صابر او د دې وزارت د برنامو د انسجام ریاست وارسي کوونکی  انجنیر عبدالوهاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د ښاري چارو مرستیال د ملګرو ملتونو د زیربنايي پراختیا د پروژو د مسؤول سره وکتل

۱۰/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د زیربنايي پراختیا پروژو د مسؤول کریستیان ډورفیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۱۷
Background image

په کندهار کې د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۷/۰۶/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د کندهار ولایت د زیړۍ ولسوالۍ د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د مهاجرینو د کمېټې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت