د خوست ولایت د ښار لپاره ماسټر پلان جوړېږي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۱:۲۷
خوست

۱۴۴۶/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په لارښوونه، یو هئیت ته دنده و سپارل شوه، تر څو یاد ولایت ته سفر وکړي، ساحه له نږدې وګوري او د ښار لپاره نوی ماسټر پلان جوړ کړي.

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حضرت جمال صلاح وویل، له مرکز ورغلي هیئت سره په ګډه یې د خوست له ښار لیدنه وکړه، چې په ګډه به د ښار لپاره ماسټر پلان جوړ کړي.

ښاغلي مولوي صلاح وویل، د خوست لپاره به د راتلوونکو شل کالونو لپاره د ماسټر پلان په جوړېدو کار کوي.

نوموړي زیاته کړه، په ياد ماسټر پلان کې به د خوست ښار اړوند ټولې ښاري اسانتیاوې (سړکونه، ترانسپورټي ترمينلونه، هوايي ډګرونه، سوداګریزې ساحې، هستوګنیزې ساحې،کرنیزې ځمکې، ځنګلي ساحې او نورې ...)  شاملې وي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ولایتونو لپاره د ماسټر پلان ترڅنګ تفصیلي او نور اړین پلانونه چمتو کوي او د پلي کېدا لپاره یې اړوندو ښاروالیو ته سپاري

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۴:۲۵
Background image

د هرات په ښار کې د ستر جامع مسجد شریف له ترمیمي چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۳/۲۱

هرات ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ستر جامع مسجد شریف له ترمیمي چارو څارنه وکړه.

ښاغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۶
Background image

په زابل ولایت کې د قلات ښاروالۍ د یوه باب مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۳/۲۱

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملاداد ګل مسلم وایي، د دې ریاست د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د قلات ښاروالۍ اړوند د مارکېټ له ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه.

. . .
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د کابل په نوي ښار کې دروغتون د جوړولو په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه

۱۴۴۷/۰۳/۲۰

د ریاست الوزرا د عالي مقام د حکم د تطبیق په موخه، چې د کابل په نوي ښار کې د سرطاني ناروغانو د روغتون د جوړولو د کمیټې د مشرتابه مسئولیت یې د کور او ښار جوړولو وزارت ته. . .

BACK TO NEWS