د رحمان مېنې د ښارګوټي د پروژې د ستونزو په تړاو خبرې وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۳:۴۵
معین

4/4/1446

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز د کابل ښار په اتمه ناحیه رحمان مېنه کې د هستوګنیزې پروژې له مسوولینو سره وکتل.

لومړی، د رحمان مېنې د ښارګوټي د پروژې مسؤلینو د یادې پروژې د ستونزو او د ودانیزو چارو د ځنډېدو لاملونو په تړاو معلومات وړاندې کړل.

دوی زیاته کړه، که څه هم په پوره ډاډ سره د یاد ښارګوټي ودانیزې چارې پیل شوې وې، خو په خبره یې وروسته د یو لړ حقوقي ستونزو له امله روانې چارې په ټپه ودرېدې .

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز د یادې پروژې اړوندو مسؤلینو ته دنده وسپارله، تر څو د رحمن مینې د ښارګوټي ټول موضوعات په هر اړخیزه توګه وڅیړي او په راتلونکې ناسته کې دې یې وړاندې کړي، چې په تړاو یې پرېکړه وشي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې د نیمه کاره او په ټپه ولاړو پروژو ستونزې حل او ودانیزې چارې یې پېرته پیل کړي، چې ورسره به خلکو ته مناسبه سرپناه برابره او د کار کولو زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد او د کاري حجمونو لېست ترتیب شو

 

۱۲/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سنجش او براورد ریاست له لوري، د تېر یوه کال په موده کې د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد ترسره او د هغو د کاري حجمونو لېستونه ترتیب شوي دي.

یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۸
Background image

د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت