په پکتیکا ولایت کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۱:۳۴
.

۱۴۴۶/۲/۲۴

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا په مرکز ښرنه کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

ښاغلي مولوي سیف الجهاد وویل، د یادې پروژې د ترسره شوو چارو په دوام د یادې پروژی د احاطې دیوال په سر د رینګ بیمونو سیخبندي او د بیمونو کانکریټ اچونه د میکسر څخه په استفادې په مکمله توګه ترسره شوې او د جومات د احاطې د ننې برخې پرانه دوام لري.

د نوموړي په خبره، د کور او ښار جوړولو ریاست ټخنیکي ټيم د یادې پروژې ساحوي انجینر ته خپلې لازمې سپارښتنې وکړي تر څو د احاطې د دیوال مکمله هنګاف کاري، په دیوالونو کې د اولې درجې خښتې کارول او د جومات د مختلفو عناصرو لپاره د کانکريټو جوړول د میکسر په ذریعه وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه د پروژو له چارو څارنه کوي تر څو چارې په انجنیري معیارونو برابرې تر سره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۰
Background image

د نوي کابل ښار په اډانه کې، د صنایع سبز  صنعتي ښارګوټي په پروژه کې د غیرپلاني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی وشو

۱۴۴۸/۲/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د نوي کابل ښار د ده‌سبز سیمې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د پروژو د کیفیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم، کابل کې د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د هېواد په کچه د پلان جوړولو برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت یو بل ستر ګام اوچت کړ

۱۴۴۸/۲/۱۰

ماسټر پلان، چې د ښار راتلونکې پراختیا په منظم او معیاري ډول رهبري کوي او د ځمکو سمه او اغېزمنه کارونه تضمینوي.

سربېره پر دې، د غیرپلاني او بې‌نظمې ودانۍ مخنیوی کوي او د نفوس. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت