د شيخ حمدالله نعماني په مشرۍ ګډ هيٸت بلخ ولايت ته سفر وکړ

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۹:۳۶
.

١٤٤٦/٠٢/١٩

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزير شيخ حمدالله نعماني په مشرۍ او د کورنيو چارو وزارت، د کرنې وزارت، لوى نظارت او د استخباراتو محترمو استازو په غړيتوب ګډ هيٸت بلخ ولايت ته سفر وکړ.

دغه سفر د رياست الوزراء محترم مقام د ( ٧٠٩ ) ګڼه حکم د تطبيق په موخه ترسره شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزير شيخ حمدالله نعماني بلخ ولايت ته د رسېدو سره سم ددغه ولايت له مرستيال والي محترم مولوي نورالهادي ابو ادريس، په دغه ولايت کې د کرني  رٸيس حافظ محمد موسى مبين، د بلخ ښاروالۍ مرستيال مولوي محمد نسيم عابد او د دغه ښاروالۍ له انجنيرانو سره وکتل.

په دغه کتنه کې، په بلخ ولايت کې د شهرنو ښارګوټي د وضعيت، ځمکې او اسنادو په اړه خبرې وشوې او دلايل وړاندې شول.

موخه داده، چې څنګه کېداى شي بلخ ولايت کې د شهرنو  ښارګوټي او عامو خلکو ستونزې حل او هر لوري ته خپل حق ورسېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۱۴
Background image

د اړمنو مهاجرو کورنیو د سرپنا نشتون ستونزې د حل برخه کې بل مهم اقدام ترسره شو

۱۴۴۷/۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د خوست ولایت د اړمنو مهاجرو کورنیو د سرپناه نشتون د ستونزې حل برخه کې ستر اقدام ترسره کړ.

محترم وزیر،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۴
Background image

د کابل - بګرام عمومي سړک د نقشې ډیزاین د لا ښه کولو لپاره نظرونه تبادله شول

۱۲/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ غونډه کې، چې په کې د ټولګټو، ترانسپورت او ملکی هوايي چلند، مخابراتو او معلوماتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

په سرپل ولایت کې د ښاري سرغړونو مخنیوی ترسره شو

۱۴۴۷/۰۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر اساس، د سرپل ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د لومړۍ ناحیې د ودانیزو چارو د قانوني وضعیت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت