بامیان ولایت کې د څو پروژو سروې او براورد ترسره شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۱:۳
بامیان

۱۴۴۶/۰۱/۰۷

بامیان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر امان الله امان وایي، تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ښاروالۍ په غوښتنه د افغان پوست اړوند اداري تعمیر سکېچ ترسره کړ.

ښاغلی انجنیر امان الله امان وایي، د یادې ښاروالۍ د غوښتنې پر بنسټ یې تخنیکي ټیم د ځینو نورو ادارو د استازو په شتون کې د دشت عیسی خان په نوي ښارګوټي کې د فاضله اوبو سیستم، اوبو رسولو سیستم، د مارکېټونو ترمنځ د غځېدلو سړک فرشونو، ویالو او د سوداګریزو مارکېټونو ترمنځ د سړک جغل اچولو برخو کې سورې، طرحه، ډیزاین او لومړنی براورد ترسره چارې روانې کړي دي.

نوموړی وایي، دمګړۍ یادې چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پر مخ تللي چې ډېر ژر به بشپړې شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د پروژو سروې، براورد، ډیزاین او سکېچ ترسره کوي، تر څو د پروژو د تطبیق لپاره ښه زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۲۵
Background image

د وردګ پوهنتون د زراعت پوهنځي له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۹

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري ټاکل شوي تخنیکي ټیم د وردګ پوهنتون د زراعت پوهنځي له رغنیزو چارو څارنه ترسره کړه.

د څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۳۶
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست د تخنیکي او عامه پوهاوي ټیمونو له لوري، د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۳۸
Background image

د میدان وردګ ولایت کې د سردار محمد داود خان او توسعوي ښارګوټو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۹

د ښاري نظم د تأمین او د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه، د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم له لوري، د سردار محمد داود. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت