د پوهنې وزارت اړوند نیمه کاره پروژو په اړه خبرې وشوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۱:۴۸
ministry half project

۱۴۴۶/۱/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د پوهنې وزارت د محترم اداري مرستیال مولوي صبغت الله وصیل او مل پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې، د پوهنې وزارت اړوند نیمه کاره پروژو او د ځینو پروژو د ترمیم په تړاو هر اړخیز بحث وشو او نظرونه شریک شول.

د پوهنې وزارت محترم مرستیال په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د دغه وزارت د نیمه کاره پروژو او هغه پروژو په اړه خپلې ستونزې شریکې کړې، چې د نه بشپړتیا او یا قسمې تخریب له کبله یې دوی له ستونزو سره مخامخ دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني راغلي پلاوي ته د پروژو اړوند بشپړ معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، که د ښونځيو د پاتې چارو د بشپړولو په موخه ورته بودیجه ورکړل شي، د وزارت انجنیران او تخنیکي ټیمونه یې بشپړ چمتوالی لري چې پاتې چارې ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، د قسمي تخریب شوو تعمیرونو د ترمیم برخه کې خپله د پوهنې وزارت کولای شي لاس په کار شي او دغه راز کولای شي د ښوونځیو په تړاو ځانګړې شوې بودیجه د کور او ښار جوړولو وزارت ته انتقال کړي چې دغه وزارت به د ښوونځیو نیمه کاره چارې سرته ورسوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د کافي بودیجې د شتون په صورت کې چمتو دی چې د ټولو نیمه کاره پروژو چارې سرته ورسوي او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د پروژو د کیفیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم، کابل کې د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د هېواد په کچه د پلان جوړولو برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت یو بل ستر ګام اوچت کړ

۱۴۴۸/۲/۱۰

ماسټر پلان، چې د ښار راتلونکې پراختیا په منظم او معیاري ډول رهبري کوي او د ځمکو سمه او اغېزمنه کارونه تضمینوي.

سربېره پر دې، د غیرپلاني او بې‌نظمې ودانۍ مخنیوی کوي او د نفوس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د لوګر ولایت د مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د لوګر ولایت د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي جوړولو تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت