لښکرګاه کې له څو بېلا بېلو ودانیزو پروژو څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۵:۲۹
.

۱۴۴۵/۱۲/۱۸

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي سید نېک محمد معتصم وایي، د ریاست اړوند انجنیرۍ او نظارت ټیم په ملتیا یې د لښکرګاه ښار کې د بُست روغتون د جدي مراقبت دوه پوړیزې ودانۍ او د مرکزي بند خونې د توقیف خونو او بُست تصدۍ شپږ پوړیزې ودانۍ له چارو څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي معتصم وایي، د بُست روغتون د جدي مراقبت څانګې ودانیزې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي، د مرکزي بند خونې (١٤٠) توقیف خونې دي، چې څلوېښت یی بشپړې شوي او پاتې نورو توقیف خونو باندې کار روان دی او دغه راز د بُست تصدۍ شپږ پوړیزه ودانۍ د ښار په منځ کې په مشارکتي ډول د یو خصوصی شرکت سره په ګډ تفاهم جوړېږي.

د نوموړي په خبره، د یادو ټولو پروژو څخه څارنه په دغه ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست په غاړه ده.

هلمند کې د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینرۍ ټیم د پروژو قرارداديانو او مسؤلینو ته لازمې لارښوونې کړي، تر څو چارې د قرارداد او پلان له مخې په معیاري او اصولي ډول ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې د شنې ساحې د غیرقانوني ودانیو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست  اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د عامه پوهاوي له آمریت سره په همغږۍ د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۵
Background image

د غزني پوهنتون تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر لخوا لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني لخوا د غزني پوهنتون تفصیلي پلان لاسلیک شو.

د غزني پوهنتون تفصیلي پلان د شاوخوا ۵۰۰ جریبه ځمکې په محدوده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۴۹
Background image

د لغمان ولایت د بابا صاحب په دښته کې د کډوالو او راستنېدونکو له ښارګوټي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۹

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي پلاوي، د ولایت مقام د څارنې او ارزونې له استازي سره یوځای، د بابا صاحب په دښته کې د کډوالو او راستنېدونکو د ښارګوټي له چارو څخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت