ننګرهار ولایت کې داخلي بېځایه شوو کورنیو ته ښارګوټی جوړېږي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۷ - ۱۱:۲۰
عکس

۱۴۴۵/۱۱/۲۸

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس قاري محمد نبي سعید وایي، د کور او ښار جوړولو وزارت له مرکز ورغلي هیئت سره یې په ګډه په کور دننه د بېځایه شوو کډوالو لپاره د ښارګوټي سروې وکړه.

ښاغلي قاري سعید وویل، د راغلي هیئت سره یې په ګډه د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ اړوند له یوه ښارګوټي لیدنه وکړه، چې یاده ځمګه د تېرې ادارې په مهال د ځینو اشخاصو له لوري غصب شوې وه، خو اوسمهال د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون له لوري د یاد ښارګوټي ځمکه امارتي وبلل شوه، چې تمه ده په کې به داخلي بې ځایه شوو بې وزله کورنیو لپاره منظم او معیاري ښارګوټی جوړ شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې هڅې پیل کړي، چې د بې سرپناه هېوادوالو لپاره مناسبه سرپناه برابره کړي او دغه برخه کې خلکو ته لاسرسی اسان شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت