د کثیر الرشتوي انسټېټوټ زده کونکو ته د ساختماني انجنیرۍ برخه کې د ډیزاین عملي زده کړې ورکول کېږي

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۲ - ۱۲:۵۶
picture

۱۴۴۵/۱۱/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کابل کثیرالرشتوي انسټېټوټ زده کونکو ته د ساختماني انجنیرۍ د ډیزاین په برخه کې عملي زده کړې ور کوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د انجنیرۍ ریاست کار کونکی انجنیر رضا جویا وايي، د کابل کثیرالرشتوي انسټېټوټ ۲۵ زده کونکو ته یې د ساختماني ډیزاین برخه کې عملي زده کړې پیل کړي، چې هره ورځ زده کونکي خپلې زده کړې په ډېره مینه ترلاسه کوي.

ښاغلي جویا وویل، زده کونکو ته د ډیزاین ډولونه، د ډیزاین د پړاونو لارې چارې، د پروژو د جوړولو کمپیوټري زده کړې او د نقشو د عصري طرحو جوړول په عملي ډول ور ښودل کېږي.

په پام کې ده، چې د یاد کثیر الرشتوي انستېتوټ زده کوونکي د یوې میاشتې لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري په ښه او مسلکي بڼه وروزل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۰
Background image

د نوي کابل ښار په اډانه کې، د صنایع سبز  صنعتي ښارګوټي په پروژه کې د غیرپلاني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی وشو

۱۴۴۸/۲/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د نوي کابل ښار د ده‌سبز سیمې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د پروژو د کیفیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم، کابل کې د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د هېواد په کچه د پلان جوړولو برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت یو بل ستر ګام اوچت کړ

۱۴۴۸/۲/۱۰

ماسټر پلان، چې د ښار راتلونکې پراختیا په منظم او معیاري ډول رهبري کوي او د ځمکو سمه او اغېزمنه کارونه تضمینوي.

سربېره پر دې، د غیرپلاني او بې‌نظمې ودانۍ مخنیوی کوي او د نفوس. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت