د میدان وردګ له ښاروالۍ د ځینو ځمکو د تصفیې، حقوقي او املاکي ستونزو د حل غوښتنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۳:۵۹
picture

۱۴۴۵/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه له ټولو ښاروالیو غواړي چې د تفصیلي او نورو پلانونو د جوړولو په موخه دې لومړی په خپلو ولایتونو کې د سیمو تصفیوي، حقوقي او املاکي ستونزې حل کړي.

میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، له خپل تخنیکي ټیم سره یو ځای یې د میدان ښار د قول هزاره له سیمې لیدنه وکړه او د (جي، پي، ایس) نښې یې د یادې ساحې د کروکي په موخه ترلاسه کړې، چې نوموړې سیمې ته به تفصیلي پلان جوړ شي.

یاده ساحه، په ستراتېژیک پلان کې هستوګنیزه ښودل شوې او د میدان وردګو محترمې ښاروالۍ غوښتنه کړې، چې تفصیلي پلان دې ورته جوړ شي.

ښاغلي عبدالقیوم سیف العمر وویل، د تفصیلي پلان جوړولو په موخه یې د میدان وردګو له محترمې ښاروالۍ څخه غوښتنه وکړه چې لومړی د یادې ساحې تصفیوي، حقوقي او املاکي ستونزې حل کړي.

د معلوماتو له مخې، د یادې ساحې ځینې برخې غصب شوي او په یوه برخه کې یې د غیرمنظمه توګه هدیره جوړه شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت