شیخ حمدالله نعماني رهبرۍ پراختیا او مدیریتي کاریدونکو مهارتونو پروګرام کې ګډون وکړ

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۸:۵۷
picture

1445/11/9

دکور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري د رهبرۍ پراختيا او مديريتي کارېدونکو مهارتونو زده کړييز پروګرام پای غونډه کې ګډون وکړ.

د کور او ښار جوړولوسرپرست وزير شيخ حمدالله نعماني د رهبري او مدیریت مهارتونو د پراختیا زده‌کړییز پروګرام کې وویل، چې ژمنتیا او تخصص د مديريت لپاره اساسي شرطونه دي.

نوموړي زياته کړه له تخصص او مهارتونو سره سره بايد مسؤلين او کارکوونکي تواضع او اخلاص ولري، له کبر څخه ځان وساتي او په ټولو چارو کې د الله تعالی رضا په نظر کې ونيسي.

په دې غونډه کې د‌ اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس مفتي شهزادنور راشد وويل؛ په داسې روزنيزو پروګرامونو کې امارتي کارکوونکي د مديريت او رهبرۍ په برخه کې د زده کړيو مهارتونو په اساس د ادارو مديريت په ښه توګه ترسره کوي چې په حکومتولۍ کې ګټور ثابتيږي.

همدا راز د غونډې ویناوالو په حکومتولۍ کې د رهبرۍ او مديريت په اړه هر اړخيزې ويناوې وکړي او د کارکوونکو او مسؤلينو لپاره يې په دې برخه کې د زده کړیيزو پروګرامونو جوړښت اړين وباله.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د مسؤلينو په وينا د‌ رهبرۍ پراختيا او مديريتي کارېدونکو مهارتونو زده کړه ييز پروګرام په دوو دورو کې د بېلابېلو وزارتونو او ادارو ۳۲۴ تنه کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت