په فریاب ولایت کې د چیک ډیم له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۹:۵۸
picture

۱۴۴۵/۱۰/۲۸

په فاریاب ولایت کې د چیک ډیم له ودانیزو چارو څارنه وشوه.

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خال میرزا ذوالفقار وايي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د کوهستان ولسوالۍ د چیک ډیم له ودانیزو چارو څارنه وشوه.

ښاغلي ذوالفقار وویل، یاد چیک ډیم د فاریاب ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې موقعیت لري، ودانیزې چارې یې څلویښت سلنه بشپړې شوې، چې د دې چیک ډيم چارې د معیاريتوب او ښه کیفیت په موخه د کور او ښار جوړولو ریاست د مسلکي انجنیرانو لخوا څارل کیږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مسلکي ټيمونه په مرکز او ولایتونو کې د ودانیزو پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو یې چارې په ښه کیفیت او معیار برابرې سرته ورسیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې د شنې ساحې د غیرقانوني ودانیو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست  اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د عامه پوهاوي له آمریت سره په همغږۍ د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۵
Background image

د غزني پوهنتون تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر لخوا لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني لخوا د غزني پوهنتون تفصیلي پلان لاسلیک شو.

د غزني پوهنتون تفصیلي پلان د شاوخوا ۵۰۰ جریبه ځمکې په محدوده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۴۹
Background image

د لغمان ولایت د بابا صاحب په دښته کې د کډوالو او راستنېدونکو له ښارګوټي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۹

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي پلاوي، د ولایت مقام د څارنې او ارزونې له استازي سره یوځای، د بابا صاحب په دښته کې د کډوالو او راستنېدونکو د ښارګوټي له چارو څخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت