لغمان کې د ځینو سیمو لپاره د بهسازۍ پلان جوړېږي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۵:۴۴
laghman

 

۱۴۴۵/۱۰/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې هېوادوالو ته مناسبه سرپناه، چاپېریال او ښاري ژوند برابر کړي.

لغمان کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تېلوي وایي، هڅه کوي چې خلکو ته د هوسا ژوند برابرولو برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.

نوموړی وایي، په پام کې لري چې په دغه ولایت کې ځینې غیرپلاني ساحې بهسازي کړي او شته ستونزو ته تر یو بریده حل لاره وګوري.

ښاغلي مولوي تېلوي او ورسره د انجنیرۍ ټیم یې، په همدې موخه د لغمان د مهترلام ښاروالۍ له محترمو مسؤلینو سره ناسته وکړه.

ناسته کې، مولوی حسین احمد تېلوي د غیري پلاني ساحو د بهسازۍ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او یاده چاره یې د اسلامي امارت او ولس لپاره ښه اقدام وباله.

لغمان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د معلوماتو له مخې، د مهترلام ښاروالۍ محترمو مسؤلینو بشپړ ډاډ ورکړی چې په یاده برخه کې به هر ډول همکاري او همغږي ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت