سرپل ولایت کې د خپلو سرو او غیرې قانوني هستوګنیزو ودانیو له جوړېدو مخنیوی وشو

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۲:۲۲
انځور

۱۴۴۵/۱۰/۱۸
د کور او ښار جوړولو وزارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په خپل سر او غیر قانوني توګه په ښاري پراختیا او ودانیزو چارو لاس پورې کړې.
سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا محمد نور نورزاد وایي، هېچا ته به د خپلو سرو او غیرې قانوني ودانیو د جوړولو اجازه ورنه کړي.
ښاغلی مولوي نورزاد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټيم یې په دغه ولایت کې د یو شمېر خپل سرو او غیرې قانوني ودانیو له جوړېدو مخنیوی وکړ.
د نوموړي په خبره، سرپل ولایت کې یې د ګڼو هستوګنیزو ساختماني چارو څارنه کړې، او د هغو ودانیو چارې یې ځنډولې دي چې د کار جواز نه لري، ویزه (تائید) شوې نقشې نه لري او هغه چې نورې قانوني نېمګړتیاوې لري.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د ټولو هغو غیرې قانوني او خپل سرو ودانیو مخنیوی کوي، چې د کار جواز ونه لري، غیرپلاني ساحه کې وي او یا هم د ویزه شوې نقشې خلاف ساختماني چارې ترسره کوي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۵:۳
Background image

په کابل کې د بایزید روښان امارتي انسټېټیوټ جوړولو په موخه لومړنۍ خبرې وشوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ او د کابل محترمې ښاروالۍ او د قومونو او قبایلو چارو محترم وزارت د استازو په غړیتوب، د بایزید. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۴:۴۸
Background image

د امارات ښارګوټي د مسترد کېدونکو اپارتمانونو د بیا وېش پر عملي طرحې خبرې وشوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې، د امارات ښارګوټي د مسترد کېدونکو اپارتمانونو او د دغه اپارتمانونو د بیا وېش لپاره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۱:۱۹
Background image

فاریاب کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۱۵

فاریاب ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، په دغه ولایت کې یې د میمنې ښاروالۍ د پنځه پوړیزې ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

BACK TO NEWS