د ګرشک ولسوالۍ د تفصیلي پلانونو او سکېجونو له تطبیق څارنه وشوه
۱۴۴۵/۹/۲۳
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي سیدنیک محمد معتصم وايي، د دې ریاست د انجنیرۍ پلاوي د ګرشک ولسوالۍ د محترم ولسوال په شتون کې د یادې ولسوالۍ د سکیجونو او تفصیلي پلانونو له تطبیق څارنه وکړه.
د نوموړي په وینا، دا چې د ټولو ستراتیژیک، ماسټر او تفصیلي پلانونو جوړول او څارنه د کور او ښار جوړولو ریاست دنده ده، په دې اساس یې د ګرشک ولسوالۍ په اداري سیمه کې د ځینو تفصیلي پلانونو له تطبیق څارنه وکړه.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي مسلکي ټیمونه د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ستونزو ته پر وخت رسیدنه کوي، تر څو په ښارونو کې ستونزې ختمې شي.