د بغلان ولایت د ګذرګانور ولسوالۍ د اداري تعمیر د بنسټ ډبره کېښودل شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۹:۵۸
picture

۱۴۴۵/۰۹/۱۷

بغلان ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي محمد داود نقشبندي وایي، د دغه ولایت د ګذرګانو ولسوالۍ د بنست ډبره د دوی د تخنیک ټیم تر څار لاندې کېښودل شوه.

ښاغلی مولوي محمد داود نقشبندي وایي، د بنست ډبرې اېښودو په موخه لومړنۍ اړینې چارې ترسره شوې او قراردادي شرکت ته لارښوونه وشوه چې رغنیزې چارې په ټاکلي وخت د نقشې او پلان مطابق سرته ورسوي.

نوموړی وايي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د بغلان ولایت د خوست ولسوالۍ د تعمیر له رنګ او ترمیم چارو هم څارنه وکړه.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه له دولتي او غیر دولتي رغنیزو پروژو څارنه کوي، تر څو یې چارې باکیفیته، معیاري او مسلکي پر مخ ولاړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۱۶
Background image

د غور ولایت په فیروزکوه ولسوالۍ کې د تیغ زلزله اړوند توپوګرافي سروی پیل شوه

۱۴۴۷/۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د غور ولایت په فیروزکوه ولسوالۍ کې د تیغ زلزله په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د مهاجرینو په ښارګوټو کې د اوبو او نورو ټولګټو پروژو پر عملي کولو خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ، اړمنو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو د وېش هیئت خپله نوبتي ناسته وکړه او پر یو شمېر مهمو مواردو یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۱
Background image

د شیخ زاید ښارګوټي د مسجد شریف د جوړولو تخنیکي اسناد بشپړ شول

۱۴۴۷/۰۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د معینیت د محترم مرستیال الحاج مولوي ګل زرین صابر تر چتر لاندې د برنامو د انسجام ریاست مسئولین وايي چې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت