د زابل ولایت د پوهنتون لیلیې د احاطې ساحه توپوګرافي شوه
![..](/sites/default/files/2024-03/whatsapp_image_2024-03-24_at_10.39.27_am.jpeg)
۱۴۴۵/۰۹/۱۴
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس ملا دادګل مسلم وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت د پوهنتون لیلیې دېرش (۳۰) جریبه ځمکه توپوګرافي سروې کړه.
دغه سروې د زابل پوهنتو د مسؤلینو په غوښتنه ترسره شوه چې د ځمکې د هوارۍ او د دېوال رغولو په موخه وشوه.
ملا دادګل مسلم وایي، ریاست له تخنیکي پلوه په زابل ولایت کې د دولتي او غیر دولتي ادارو د انجنیرۍ خدمات ترسره کوي.