د کابل په اولسمه ناحیه کې د جهان پارک په اړه ناسته وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۱۰:۴۷
..

۱۴۴۵/۹/۱۰

د کوراو ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ د کابل ښاروالۍ، کرنې وزارت، چاپیریال ساتنې ادارې، اوبو رسونې او اطلاعات او فرهنګ استازو ناسته وکړه.

په یاده ناسته کې، د کابل ښار په اولسمه ناحیه کې د جهان پارک په اړه بحث وشو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر د کابل ښاروالۍ او د کرنې وزارت اراضۍ برخې ته دنده وسپارله، تر څو د ځمکې د مالکیت او انتقال په اړه معلومات ترلاسه کړي او بیا دې یې په راتلونکې ناسته کې شریک کړي.

دغه راز، د کور او ښار جوړولو وزارت مسؤلو کسانو ته دنده وسپارل شوه چې د پلان له مخې ساحه وګوري که چې تعدیل ته اړتیا لري او که نه.

د پورته معلوماتو ترلاسه کېدو وروسته به په راتلونکې ناسته کې هر د اوبو او برېشنا وزارت د استازو له نظر سره هر اړخیز راپور د ا.ا.ا له اقتصادي کمېسیون سره شریک شي. چې په اړه یې لازم تصمیم ونیسي.

جهان پارک د خصوصي سکتور له خوا د کابل ښار په اولسمه ناحیې د خیرخانې په سیمه کې په ۱۵۰ جریبه خمکه کې جوړیږي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 6 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۵:۲۶
Background image

د نوي کابل ښار د لومړي فاز د اصلاح شوي جوړښتي پلان د لا ډېر دقت غوښتنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۲۲

د کور و ښآر جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، او د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم مرستیال مولوي ګل زرین صابر، په مشرۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۳:۹
Background image

د سرپل ولایت د پوهنتون د کانال د تهداب د کارونو څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۴/۲۲

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا محمد نور نوراني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د  پوهنتون د کانال د ساختماني چارو له بهیر څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۹:۵۷
Background image

غزني ولایت کې د دوه مسجدونو او یوې بلې پروژې له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۴/۲۲

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت د مستوفیت ریاست کې د یو محراب مسجد شریف له چارو څارنه. . .

BACK TO NEWS