په سمنګان ولایت کې د پوهنې ریاست په انګړ کې د یوه مسجد شریف له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۸/۲
د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي محمد امین نوري وايي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د پوهنې ریاست په انګړ کې د یوه مسجد شریف له رغنیزو چارو د کیفیت او معیار خوندیتوب په موخه څارنه وکړه.
د یاد مسجد شریف رغنیزې چارې (۹۰) سلنه مخکې تللي چې د پاتې نورو لپاره یې کار روان دی.
د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي محمد امین نوري وایي، انجنیري ټیم یې د مسجد شریف چارې د نقشې او انجنیرۍ معیارونو سره تطبیق کړي او د پاتې چارو د ترسره کولو په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې