د کابل ښار پراختیایي پلان او لوړپوړیزو او لږ پوړیزو ودانیو په اړه ګډه ناسته وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۹:۱۸
picture

29/7/1445

د کور او ښار جوړولو وزارت او د کابل ښاروالۍ ګډه ناسته وکړه او په کې یې د کابل ښار پر پراختیا، لوړپوړیزو او لږ پوړیزو ودانیو او د زیانمن اشخاصو د حقوقو خوندیتوب په اړه بحثونه وکړل.

دغه ناسته چې د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ ترسره شوه، د کور او ښار جوړولو وزارت مسؤلینو د کابل ښار لپاره د جایکا له لوري جوړ شوي ماسټر پلان په اړه دلایل وړاندې شول او د کابل ښاروالۍ د استازو له لوري د ساساکي پلان او ښاري طراحۍ پلان په اړه دلایل وړاندې شول.

له دغه بحثونو موخه دا وه، چې څنګه کېدای شي د پلانونو ترمنځ توپیرونه او ځانګړتیاوې په ګوته شي، د کابل ښار د سړکونو غځولو او انډولیزې پراختیا په موخه د جوړو شوو پلانونو تطبیق وشي، د زیانمن اشخاصو حقوق خوندي شي، او راتلونکي کې له هر نوع خپل سریو مخنیوی وشي.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، د لوړپوړیزو ودانیو له کبله د هغوی د چم او ګاونډ اوسېدونکي په حقوقي او تخنیکي لحاظ زیانمن شوي، چې باید حقوق یې ورکړل شي.

نوموړي د کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارله، چې د کابل ښار د زیان منونکو اوسېدونکو د حقوقو د اعادې لپاره دې پر یوه طرحه کار وکړي او په بله ناسته کې دې د تشریح او تائید لپاره وړاندې کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښارونو لپاره پلانونه جوړوي، چې اړونده ښاروالیانې یې د تطبیق مسؤلیت په غاړه لري او د کور او ښار جوړولو وزارت یې د ښه تطبیق په موخه څارنه هم کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۴۴
Background image

لغمان ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي کې د پلان مطابق خط اچونه پېل شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د حکم او لارښوونې له مخې په لغمان ولایت کې هم پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۵۹
Background image

د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د تفصیلي پلان د ترتیب په موخه توپوګرافي سروې ترسره شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیمونو له لوري، د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په مرکز کې د توپوګرافي سروې چارې ترسره شوې.

یاده سروې د نږدې( ۱۹. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۲۶
Background image

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د منظم او دوامداره نظارتي پروګرامونو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت