لوګر کې د ترانسپورت عمومي مدیریت د اداري تعمیر له رغنیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۱۲:۱۵
.

۱۴۴۵/۰۶/۳۰

لوګر کې د کور او ښار جوړولو رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په مرکز پل علم ښار کې د ترانسپورت عمومي مدیریت د اداري ودانۍ له رغنیزو چارو د کیفیت او معیار خوندیتوب په موخه څارنه وکړه.

ټاکل شوې، چې د لوګر د ترانسپورت عمومي مدیریت ودانۍ په درې پوړونو کې جوړه شي، چې د معلوماتو له مخې یې، رغنیزې چارې پنځه اتیا سلنه سرته رسېدلي دي.

د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د یادې پروژې له سکلیټ بندۍ، خښتو لګولو، پلستر او چاپېریالي دېوال څېړنه او څارنه وکړه او د پروژې مسؤلینو ته یې لازمې توصیې وکړې.

د کور او ښار جوړولو وزارت انجنیران د قراردادي پروژو مسؤلینو او انجنیرانو ته لازمې او پر وخت سپارښتنې او لارښوونې کوي، چې څنګه کېدای شي خپلې چارې د پلان او نقشې سره سمې سرته ورسروي.

--------------------------------------------------

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت