د بغلان په بُرقه او جلګه ولسوالیو کې د نویو ښارونو پر جوړولو خبرې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۵:۳۲
picture

۱۴۴۵/۵/۲۹

د کور او ښا رجوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د بغلان ولایت د بُرقه ولسوالۍ له محترم ولسوال مولوي عبدالهادي او د جلګې ولسوالۍ له محترم ولسوال مولوي شمس الرحمن سره وکتل.

په دغه کتنه کې، د بُرقه او جلګې ولسوالیو محترمو ولسوالانو په دې ولسوالیو کې د ښار او ښاري اسانتیاوو د نه شتون او له کبله یې د شته ستونزو په تړاو یادونه وکړه.

ولسوالانو وویل، د ښار د نشتون له امله خلک له بېلا بېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او اړ دي چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو او توکو رانیولو په موخه بغلان مرکزي ته لاړ شي.

دوی په پُرقه او جلګه ولسوالیو کې د مناسبو ښارونو جوړولو په تړاو د خلکو ستونزې او وړاندیزونه د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني سره شریکې کړې.

د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر وویل، وزارت یې د ټولو ولایتونو او ولسوالیو لپاره ښاري پرمختللي پلانونه لري، چې ډېری يې پلي شوي او ځینې یې د پلي کېدا په حال کې دي، خو په خبره یې چې ځینې د ځمکو برخه کې حقوقي ستونزې لري، چې باید لومړی هغه حل شي.

ښاغلي نعماني، له راغلو محترمو ولسوالانو غوښتنه وکړه، چې په خپلو ولسوالیو کې دې هغه ځمکو حقوقي ستونزې حل کړي، چې ښایي د ښار جوړولو لپاره پرې چارې پیل شي.

د هېواد په کچه، د نوو ښارونو رامنځته کول، شته ښارونو ته وده او پراختیا ورکول او خلکو ته په ښارونو کې اسانتیاوې برابرول د کور اوښار جوړولو وزارت له مهمو دندو څخه دي، چې په دې برخه کې د وزارت رهبري ژمنه او لاس په کار ده.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۶:۱
Background image

د لغمان په کافر ګله ساحه کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د لغمان ولایت کافر ګله ساحې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دغه اصلاحي تفصیلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په تېر یو کال کې شاوخوا «۱۸۰» ودانیزې نقشې وڅېړل شوې

۱۴۴۷/۱۰/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت په تېر یو کال (۱۴۰۴) کې شاوخوا «۱۸۰» ودانیزې نقشې څېړلې او ارزولې دي.

دغه «۱۸۰» ودانیزې نقشې د یاد وزارت د ودانیو او ساختماني تاسیساتو د طرح او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۱۸
Background image

د ارزګان په ترینکوټ ښار کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

تر دې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت