د کور او ښار جوړولو وزارت د عامه اړیکو د ریاست خپرنیز طرزالعمل وڅېړل شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۵:۲۶
picture

۱۴۴۵/۵/۲۹

د کور او ښار جوړولووزارت د عامه اړیکو د ریاست خپرنیزه کړنلاره یا طرزالعمل د دې وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني  په مشرۍ د تقنیني اسنادو د پړاونو بشپړولو او بیا کتنې د کمیټې له لوري و څېړل شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت د عامه اړیکو مسؤل محترم محمد کمال افغان وویل، یاده خپرنیزه کړنلاره یې د ا.ا.ا عمومي نشراتي پالیسۍ او د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د حکم پر اساس د ګټورو او منظمو کړنو په موخه چمتو کړې ده.

نوموړي وویل، د دې طرزالعمل له جوړولو یې موخه دا ده، تر څو خلکو ته د وزارت اړوند فعالیتونو، لاسته راوړنو پراختیایي پلانونو او عامه خدماتو په اړه معلومات ورکړل شي، روڼتیا او حساب ورکول رامنځته شي او خلک معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي.

ښاغلي محمد کمال افغان زیاته کړه، په دې خپرنیزه کړنلاره کې د کار کونکو کاري استقامت تنظیم شوی، چې له مخې به یې لازمه همغږي را منځته شي او تمه ده چې له کبله به یې چارې ګړندۍ، رڼې او لا منظمې شي.

ورپسې، د تقنیني اسنادو د طی مراحل او بیا کتنې د کمیټې مشرتابه او غړو خپلې مثبتې ارزونې وړاندې کړې او تر څنګ یې په ځینو برخو کې لازمې لارښوونې هم وکړې.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني وویل، یاد طرزالعمل کې مهم او با ارزښته موارد ذکر شوي، چې په وینا یې مثبتې پایلې به ولري.

د یادولو وړ ده، چې دغه خپرنیزه کړنلاره په څلورو څپرکیو او شل مادو کې جوړه شوې، چې د څېړنې او لا غني کېدا په موخه د تقنیني اسنادو د پړاونو بشپړولو او بیا کتنې کمېټې ته وړاندې شوه.

دغه راز، په یاده ناسته کې، د ساختماني او ښاري تخلفاتو مخنیوي په اړه هم خبرې وشوې او اړوندو مسؤلینو یې په تړاو خپل نظریات شریک کړل.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۱
Background image

د اتمې ناحیې د رحمن مېنې د تپې ساحې جامع ښاري مطالعات بشپړ شول

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د منظورۍ او د کابل ښار د منظمې پراختیا د ستراتیژۍ له مخې، د کابل ښار د سپینو ساحو له ډلې د اتمې ناحیې د رحمن مېنې د تپې ساحې جامع تخنیکي او ښاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په سمنګان ولايت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

د سمنګان ولايت د تخنیکي او مسلکي ټيم لخوا د دې ولایت د اطلاعاتو اوکلتور رياست په انګړ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه،

دا مهال د مسجد شریف د پایوو کانکريټ اچونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

په زرنج ښار کې د ښاري پلانونو او سړکونو د ساحو سروي او ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

د ښاري پراختيا د ستراتیژیک پلان له مخې او د وزارت د کلني پلان اهدافو د تحقق په موخه، د نیمروز ولايت د کور او ښار جوړولو ریاست، د ښاروالۍ د رياست په بشپړه همکارۍ، د ښار اړوند. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت