هرات کې د زلزله ځپلو لپاره د کورونو جوړولو له چارو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۹:۵
انځور

۱۴۴۵/۵/۲۵

هرات ولایت کې د کور اوښار جوړولو ریاست په دغه ولایت کې د زلزله ځپلو لپاره د ۴۱۵ هستوګنیزو کورونو جوړولو له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنيکي ټیم له خوا، په سیاه اب، نایب رفیع او د زنده جان ولسوالۍ په کشکک سیمه کې د څلورو ښارګوټو د رغنیزو چارو له کیفیت او د جوړښت له څرنګوالي څارنه وکړه.

یاد څلور ښارګوټي د عزيزي خیریه بنسټ، د افغانستان د صرافانو عمومي شورا، د سلیمان خافي خیریه بنسټ او د مرکزي بغلان د زمان خیلو د قومونو له خوا رغول کیږي.

په یادو ښارګوټو کې د یو شمیر هستوګنیزو کورنو د رغونې چارې بشپړې شوي او په ځینو کې کار روان دی، چې کانکریټ اچونه، خښتو لګول، پلستر، ګچ کول، ځمکني رینګونه، د بامونو شیپ بندي، د دروازو نصبول او نورې رغنیزې چارې په سمه توګه روانې دي.دغه راز پروژو کې د شته ستونزو او نیمګړتیاوو د حل په موخه قراردادي شرکتونو ته لازمې لارښوونې وشوې.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د مهمو ساختماني پروژو د کیفیت او لابراتواري چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل په یو شمېر مهمو ساختماني پروژو کې د لابراتواري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۳۲
Background image

په پکتیکا کې د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو

۱۴۴۸/۵/۱۰

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د تطبیق د نظارت انجینرانو د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د ودانۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۵۷
Background image

په کونړ کې د یو باب مسجد شریف او استنادي دېوال د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو

۱۴۴۸/۵/۱۰

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او پروژو د نظارت عمومي مدیریت تخنیکي ټیم د دوو ساختماني پروژو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت