د کور او ښار جوړولو وزارت رهبري هئیت ناسته وکړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۱۱:۲
picture

۱۴۴۵/۵/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ د دې وزارت د رهبري هیئت ناسته وشوه، چې په کې پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وشوې او نظرونه شریک شول.

په دغه ناسته کې د دې وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو د پراختیا معینیت محترم سرپرست مولوي روح الله احمدي، اړوندو رئیسانو او د ځینو ادارو امرینو ګډون کړی وو.

د ناستې له مهمو موضوعاتو یوه یې د تهیه مسکن دویم نمبر بلاک د نیمه کاره پروژې د چارو بشپړوالي لپاره پر څرنګوالي بحث و چې څنګه کېدای شي ژر تر ژره یاده پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې  ته وسپارل شي.

په ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د زوونو د پراختیا معینیت په مشرۍ ځینې رئیسانو ته دنده وسپارل شوه چې له قرار دادي شرکت سره ناسته وکړي او د ستونزې د حل په موخه یوې پرېکړې ته ورسېږي.

د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې د ترمینل جوړولو پلان، د تېر حکومت څخه د نیمه کاره پروژو د چارو وضعیت او د ولایتي ریاستونو د چارو ګړندي کېدل د دې ناستې نور موضوعات وو چې بحث پرې وشو.

د کور اوښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، اړوند رئیسانو او مسؤلینو ته د چارو پرمختګ، کیفیت او همغږۍ په موخه لازمې لارښوونې وکړې او ښاري چارو محترم مرستیال ته یې دنده وسپارله څو له اړونده انجنیرانو او مسؤلینو سره د میدان ښار د ترمینل د پلان پر جوړېدو کار وکړي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۳:۵۵
Background image

د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د امیرالمؤمنین مهاجرینو ښارګوټي د لومړي فاز د تفصیلي پلان د خط اچولو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اېس ریاست تخنیکي ټیم، د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د امیرالمؤمنین مهاجرینو ښارګوټي د لومړي فاز د تفصیلي پلان د خط اچولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۱:۱۹
Background image

د ودانیزو توکو د خاورې د نمونې اخیستنې او لابراتواري ازموینو له بهیر څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې او د پروژو د تطبیق د څارنې لوی ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د مصؤنو اسنادو د چاپ پروژې اړوند، په جیو سرچ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۶
Background image

د کندهار ولایت د سپین بولدک بندخونې د ودانیزې پروژې له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۵

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې مدیریت تخنیکي ټیم د کندهار ولایت د زندانونو د چارو د سمون ریاست اړوند د سپین بولدک. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت