د لوګر ولایت د کډوالو ښارګوټي غصب شوې نمرې له غاصبینو بېرته راګرځول کیږي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۱۳:۴۲
picture

۱۴۴۵/۵/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون په همکارۍ، لوګر ولایت کې د کډوالو د ښارګوټي غصب شوې ساحې له غاصبینو بېرته راګرځوي.

یاد ښارګوټی درې فازه لري چې د لومړي فاز یوه برخه، د دویم فاز ډیری برخې چې نږدې (۲۸۵۴) دوه زره اته سوه او څلور پنځوس جریبه ځمکه او د درېیم فاز ځینې برخې هم په غیرې قانوني توګه لاندې شوي او غصب شوي دي.

دغه راز د یاد ښارګوټي په دوه فازونو کې (۶۸۵۱) سپینې نمرې شتون لري چې له ګاونډیو هېوادونو څخه اجباري راستنېدونکو کډوالو ته د ا.ا د مشرانو له پرېکړې وروسته ووېشل شي.

اوسمهال هڅې روانې دي، چې د ځمکو له غصب د مخنیوي کمیسیون په همکارۍ غصب شوې ځمکې بېرته راوګرځول شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د کډوالو ټول ښارګوټي بررسي کوي او غصب شوې نمرې یې بېرته راګرځوي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۱
Background image

کابل ښار کې د اماراتو ښارګوټي د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په ۱۵مه ناحیه کې د اماراتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

د نیمروز ولایت زرنج ښار کې  د ښاري سرغړنو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست، د تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د زرنج ښار د اول او پنځم پلان ساحو کې د ودانیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۱۹
Background image

کابل ښار کې د پخوانیو  ساحو د تاریخي اصالت ساتنه، د ښاري منظرې همغږي او د فرهنګي هویت خوندیتوب په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست، چې د تاریخي آبداتو او فرهنګي میراثونو د خوندیتوب مسؤلیت لري، د کابل ښار په تاریخي سیمو کې یې د ناهمغږو مداخلو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت