د لوګر ولایت د ترانسپورټ عمومي مدیریت د اداري تعمیر له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۵/۵/۱۷
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجنیرانو د دې ولایت د ترانسپورت د عمومي مدیریت د اداري تعمیر له رغنیزو چارو څارنه وکړه.
د کور او ښار جوړولو ریاست څارونکو انجنیرانو د قرارادادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې په ټولو رغنیزو چارو کې دې معیارونه په پام کې ونیسي، د کارېدونکو موادو کیفیت ته دې پاملرنه وکړي او پروژه دې په ټاکلي وخت کې ګټې اخیستنې ته وسپاري.
په ولایتونو کې د کور او ښار جوړولو ریاستونه خپلو دندو ته په کتو د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو رغنیزې چارې باکیفیته، معیاري او له پلان سره سمې تر سره شي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.