لوګر ولایت کې د بېلابېلو پروژو له رغنیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۵/۱۳
په لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست انجنیري او مسلکي ټیم په دې ولایت کې د دېوال، لارو او خونو د رغنیزو چارو ارزونه وکړه.
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجنیرانو د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست د احاطوي دېوال د جوړیدو او په محمد اغه ولسوالۍ کې د واغجان بازار له پلي لارو څارنه وکړه.
دغه راز د دې ولایت د مرکز اړوند ګونجک حوزوي روغتون کې د بېړنیو ناروغانو لپاره د (ای، سي، یوو) څانګې د جوړېدو چارې هم پیل شوي چې دوی یې وخت په وخت له چارو څارنه او پالنه کوي.
د لوګر د کور او ښار جوړولو ریاستد مسؤلینو په خبره، د دغه ولایت التمور مرکز څخه تر خروار ولسوالۍ د عمومي لارې د جغل اچونې او ترمیم چارې د دې ریاست د انجنیرانو تر څارنې لاندې په چټکۍ روانې دي.
د یاد ریاست انجنیرانو او مسلکي ټیم، په لوګر ولایت کې د رغنیزو پروژو پلي کوونکو شرکتونو له مسؤلینو غوښتنه وکړه، چې ټولې چارې د شرطپاڼې سره سم پر مخ یوسي، کیفیت او معیارونو ته پاملرنه وکړي او د چارو د لا ښه پرمختګ په موخه یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.
د کور او ښار جوړولو وزارت په رغنیزو پروژو کې د کیفیت او معیارونو خوندیتوب په موخه وخت په وخت څارنه کوي، تر څو هېوادوالو ته کیفیت لرونکي خدمات وړاندې شي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.