د تېلو پمپ سټېشنونه دې د هېواد په کچه له کړنلارې او لارښود سره سم جوړ شي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۵:۱
picture

30/04/1445

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون د خپلو غړو په ګډون ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې، په تخار او هلمند ولایتونو کې د تېلو پمپ سټېشنونو د جوړولو په تړاو او دغه راز د زابل په مرکز قلات کې د یو پمپ سټېشن د فعالیت دوام څرنګوالي په اړه خبرې وشوې.

د ښاري چارو محترم مرستیال وویل، د هېواد په کچه د تېلو پمپ سټېشنونه دې له کړنلارې او لارښود سره سم چې په دې وروستیو کې د کور او ښار جوړولو وزارت د متخصصینو او انجنیرانو له لوري جوړ شوي او د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مقام تائید کړي، رامنځته شي.

ښاغلي بامیاني وویل، په جوړې شوې کړنلارې او لارښود کې د هېواد په کچه د تېلو پمپ سټېشنونو د جوړولو په اړه ټول شرایط او اصول په پام کې نیول شوي دي.

د ناستې په دوام، پرېکړه وشوه چې د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې دې د تېلو پمپ سټېشن هغه مهال جوړ شي،چې کرنیزې ځمکې او زرغونو ساحو ته په کې زیان نه وي او دغه راز یې په هلمند کې د تېلو پمپ سټېشن ته په مشروط ډول اجازه ورکړه، چې ټولې چارې به بشپړوي.

په قلات کې د تېلو پمپ سټېشن د دوام په اړه پرېکړه وشوه چې څښتن به یې د ځمکې تعدیل لپاره لاس په کار کېږي، ځکه یاده ساحه په پلان کې زرغونه ثابته شوې ده او تر څو یې چې د تعدیل چارې سرته نه وي رسولې د دوام اجازه ورکړل شي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۸
Background image

په کابل ښار کې د څو پوړیزو ودانیو په تهکوۍ کې د موټرو د تمځای جوړولو موضوع وڅېړل شوه

۱۶/۱۱/۱۴۴۷

 په کابل ښار کې د څو پوړیزو ودانیو په تهکوي کې د موټرو د تمځای د جوړولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه د یوې کمېټې غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۶
Background image

د کوچيانو او اداري اصلاحاتو ښارګوټو کې د سرغړونو وضعیت وارزول شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د میدان وردګ ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري د کوچيانو او اداري اصلاحاتو ښارګوټو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي او ارزونې په موخه نظارتي څارنه ترسره شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۱۹
Background image

په ننګرهار کې نږدې دوه زره کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند خانکي ښارګوټي کې پر راستنو شوو مهاجرو د استوګنیزو نمرو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت