د کابل ښار د سړکونو شبکې د اصلاحي پلان پر سرته رسولو هوکړه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۲:۴
picture

۱۴۴۵/۰۴/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د کابل محترم ښاروال سره ولیدل او د کابل ښار د سړکونو شبکې پر اصلاحي پلان یې خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت او د کابل ښاروالۍ یو شمېر متخصصینو هم برخه اخیستې وه.

په دغه ګډه ناسته کې، د کابل ښار د سړکونو شبکې د اصلاحي پلان په تړاو پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وشوې او هر لوري خپل نظریات وړاندې کړل.

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند متخصصینو یادونه وکړه، چې د سړکونو شبکې په اصلاحي پلان کې دې د سړکونو عرضي مقاطع، له مناسبې ځمکې ګټه پورته کول، ترمینلونو تشخیص، د مسجدونو او د تاریخي ځایونه خوندیتوب په پام کې ونیول شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د ښاري پلانونو له پلي کېدا د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ ټینګار وکړ، چې د وزارت د متخصصینو او انجنیرانو له لوري د یادو شوو موضوعاتو په تړاو دې پاملرنه وشي.

نوموړي لازمه وګڼله چې د تاریخي ابداتو د خوندیتوب په موخه دې د کور او ښار جوړولو وزارت، د اطلاعات او فرهنګ وزارت او د کابل ښاروالۍ د متخصصینو نظریات واخیستل شي.


_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۳:۳۵
Background image

په کندهار کې د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له ودانیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي  عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري تعمیر له ودانیزو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په پنجشیر کې د افغانستان بانک د ودانیزې پروژې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر فهیم نورزاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د افغانستان بانک د امریت په غوښتنه د یاد بانک له ودانیزو چارو څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د هرات ولایت د کور او ښا جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي انجنیر اکبري وویل. . .

BACK TO NEWS