د کور او ښار جوړولو وزارت د قانون تعدیل شوې مسوده وکتل شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۹:۲۸
picture

۱۴۴۵/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو د قانون تعدیل شوې مسوده د اصولي اسنادو د پړاونو بشپړولو کمیټې له خوا د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني ته وړاندې شوه.

د کور او ښار جوړولو وزارت قانون د یوې کیمټې له خوا چې د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر له لوري ګمارل شوې وه، د ا.ا.ا عالیقدر مشرتابه حفظه الله د عالي فرمان، د قران عظیم الشان، نبوي احادیثو او د حنفي فقهې په رڼا کې تعدیل شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر د دې قانون په ځینو برخو کې له راغلو تغیراتو او تعدیلاتو کتنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې په ځینو برخو کې د اصلاح لارښوونې وکړې.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۵۵
Background image

په اسلام قلعه بندر کې د تفصیلي پلان جوړولو په موخه د ۴۳۹۴ جریبه ځمکې سروې ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ ای ‌اس ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د هرات ولایت د اسلام قلعه ولسوالۍ د اسلام قلعه بندر په ساحه کې د ۴۳۹۴.۸۱۸ جریبه ځمکې سروې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۱:۲۴
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست اړوند د رسېدنې، عامه پوهاوي او څار تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي په ساحه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۹:۲۶
Background image

د بامیان ښار د فولادي سړک لوېدیځ مسیر کې د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۰

د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم له لوري، د فولادي سړک د لوېدیځ مسیر او د غلغله هوټل مخې ته ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت