د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رح) د مقبرې له چاپېریالي دېوال څارنه وشوه

4/4/1445
د زابل د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلینو او اړوند انجنیرانو په دغه ولایت کې د بېلا بېلو ساحو براورد او ارزونه وکړه.
د زابل د کور او ښار جوړولو ریاست وایي، د دغه ولایت په سیوري ولسوالۍ کې یې د کیفیت په پام کې نیولو په موخه د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رح) د مقبرې له چاپېریالي دېوال څخه څارنه وکړه او دغه راز یې په یاد ولایت کې د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې براورد وکړ.
دغه راز د یاد ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجنیرانو په دغه ولایت کې د عامې روغتیا ریاست په غوښتنه د روغتیا پالنې د ځای د ترمیماتو براورد وکړ.
د کور او ښار جوړولو وزارت ولایتي ریاست په خپلو ولایتونو کې ملموس فعالیتونه کوي چې چارې یې معیاري او له نورمونو سره برابرې دي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.