د کور او ښار جوړولو وزارت د رهبري هیئت ناسته تر سره شوه
۱۴۴۵/۳/۱۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د رهبري هیئت ناسته د دې وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ تر سره شوه، چې د دې وزارت د ښاري چارو مرستیال محترم شیخ مدار علي کریمي بامیاني، ریئسانو او امرینو هم په دې ناسته کې ګډون کړی وو.
په دې ناسته کې د وزارت دویمي واحدونو ته د مسکن د نقشو د ویزه کولو پر صلاحیتونو او په پکتیا ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست او پکتیا د ښاروالۍ تر منځ د ساختمانونو د ویزه کولو د ستونزې پر حل خبرې وشوې.
دغه راز په پغمان ولسوالۍ کې د CHC کلینیک د رغنیزو چارو پر سلنې او بشپړوالي خبرې وشوې او نظرونه شریک شول.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني خپلو مسؤلیتونو ته پر موقع او سمه توګه رسیدنې ټینګار وکړ او د دې وزارت رئیسانو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.