په میدان ښار کې د مسافر وړونکو موټرو لپاره د ترمینل جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱ - ۱۲:۳۹
picture

۱۴۴۵/۰۲/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سره وکتل او په میدان ښار کې یې د جوړېدونکي ترمینل پر څرنګوالي خبرې وکړې.

محترم شیخ حمدالله نعماني وویل، د جوړېدونکي ترمینل لپاره د ځای غوره کول، د ملکیت تشخیص کول، او د اړوندو ادارو هوکړه ترلاسه کول، د یاد ترمینل په جوړولو کې مهم رول لري.

نوموړي وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت د ترمینل په جوړولو برخه کې د یاد ولایت له محترمې ښاروالۍ او نورو ادارو سره همغږي او همکاري کوي.

په دغه لیدنه کې، د میدان وردګو ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي عبدالقیوم، په یاد ولایت کې د ښاري ستونزو، پلانونو، د پلانونو تطبیق او نورو اړوندو مسایلو په اړه ښاغلي وزیر ته بشپړ معلومات وړاندې کړل.

د ناستې په وروستیو کې، ښاغلي وزیر د پلاني ودې او پراختیا، د پلانونو تطبیق او د کور او ښار جوړولو وزارت د مسؤلیتونو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۵۱
Background image

د غزني ولایت په پخواني ښار کې د غیر قانوني ښاري فعالیت مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په هدایت غزني ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو.

د غزني ولایت د کور او ښار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۷
Background image

د هلمند ولایت د مستوفیت ریاست د جامع جومات له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست  اړوند تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مستوفیت ریاست د جامع جومات له رغنیزې پروژې څخه ساحوي نظارت او تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۴
Background image

د کابل ښار په میوند جاده کې د پوسته خانې له رغنیزې پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار د میوند جادې په سیمه کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت