په ښارونو کې د شنو سیمو او د کانالونو د حریم ساتنه او د غیرې پلاني سیمو له ودې مخنیوی دې وشي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۱۱:۳۳
انځور

 

۱۴۴۵/۱/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت کې د نقشو ویزه کولو او ښاري چارو کمیسیون غړو د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ ناسته وکړه.

په ناسته کې د ښاري چارو او نقشو ویزه کولو کمیسیون د دویمو واحدونو په غوښتنه شنو سیمو، ازادې فضاء، او په فراه ولایت کې د کانالونو د حریم په ساتنې او دغه راز په غور او ننګرهار ولایتونو کې د هستوګنیزو نمرو تعدیل په سوداګریزو نمرو او په غیرې پلاني سیمو کې د ساختمانونو په ویزه کولو خبرې وشوې.

د ښاري چارو محترم مرستیال وویل، د ښاري پلانونو په تطبیق کې معیار اوسنی قانون دی، چې په وینا یې باید د دې قانون مطابق ټولې ښاري چارې پر مخ ولاړې شي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، د پلانونو په تعدیل کې دې هم اوسنی قانون په پام کې ونیول شي او ټولې چارې دې د ښاري قانون تر چتر لاندې ترسره شي.

ښاغلي بامیاني وویل، په غیرې پلاني سیمو کې، شنو سیمو کې، او د کانالونو په حریم کې د ودانیزو نقشو ویزه کول ښاري تخلفاتو کې حسابیږي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۲۹
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د تایمني پروژې له ساحې څخه د ښاري سرغړونو په اړه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د خپلو دوامداره نظارتي برنامو په لړ کې د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د ودانیزو توکو د «میزان اعتماد» لابراتوار تخنیکي ارزونه او د فعالیتونو کیفیت وڅېړل شو

۱۴۴۸/۱/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د لابراتوار ریاست تخنیکي کمېټې د ودانیزو توکو د «میزان اعتماد» لابراتوار له تخنیکي او مسلکي فعالیتونو څخه هر اړخیزه ارزونه او تخنیکي څارنه ترسره کړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت