د میدان وردگ د بهسود ولسوالۍ د دویمې حصې د یو باب ښوونځي ستونزې وڅېړل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۱۳:۵۳
pic

۱۴۴۴/۱۰/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال محترم شیخ مدارعلي کریمي بامیاني د میدان وردگ ولایت د بهسود ولسوالۍ د دویمې حصې د اوسیدونکو سره د لیدنې په مهال د (میان قل) ښوونځي د ودانۍ پر ستونزو او حل لارو خبرې وکړې.

د بهسود ولسوالۍ اوسیدونکو د دې ښوونځي پر وړاندې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې، زیاته یې کړه چې د دې ښوونځي د تعمیر د پروژې تړون د تیر حکومت په مهال لاسلیک شوی، چې چارې یې د ځینو ستونزو له امله په ټپه ولاړې دي.

دوی د ښاري چارو له محترم مرستیال غوښتنه وکړه، چې د ښوونځي د ودانۍ د چارو په بشپړولو کې ورسره مرسته وکړي.

د دغې پروژې د چارو د بیا پیل او اسنادو د څیړلو او د پړاونو د سرته رسولو په موخه د ښاري چارو محترم مرستیال د سیمې خلکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۲۳
Background image

د ښاري پلانونو د چمتو کولو په اړه د کور او ښار جوړولو وزارت او د ښاروالیو د انسجام لوی ریاست ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۱۵

د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر بنسټ، د ښاري پلانونو د چمتو کولو په موخه د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۳۲
Background image

راستنو شویو مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش کچه تر ۵۵ زره پورته شوه

۱۴۴۸/۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمیټې له لوري په یوویشت ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرینو کورنیو ته د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر د وزارت د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۳:۵۵
Background image

د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د امیرالمؤمنین مهاجرینو ښارګوټي د لومړي فاز د تفصیلي پلان د خط اچولو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اېس ریاست تخنیکي ټیم، د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د امیرالمؤمنین مهاجرینو ښارګوټي د لومړي فاز د تفصیلي پلان د خط اچولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت