د خپل سرو کورونو جوړولو مخنیوي برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت اعلامیه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۱۰:۲۵
انځور

۱۴۴۴/۱۱/۲۰

له ټولو ښاغلو هېوادوالو هیله کېږي، چې په ښارونو او ولسوالیو کې دې له خپل سرو کورونو جوړولو ډډه وکړي.

تاسې پوهېږئ چې خپل سرو کورونو او ودانیو په ښارونو او ولسوالیو کې ستونزې رامنځته کړي او د ښارونو د انډولیزې پراختیا او پرمختګ پر وړاندې خنډ او ځنډ ګرځي.

دغه راز د خپل سرو ودانیو جوړول، د هېوادوالو شتمنۍ اغېزمنې کوي، ډېر کله یې ژوند ګواښي او د دولت د لویو او ګټورو پلانونو د پلې کېدا مخنیوی کوي، چې ورسره وخت هم ضایع کېږي.

د دې لپاره چې د درنو هېوادوالو شتمنۍ مصؤنه وي، ژوند یې خوندي وي او سرپناه یې هم د بېلا بېلو لاملونو له ګواښ سره مخامخ نه شي، نو ټول درانه هېوادوال دې د سرپناه او ودانیو جوړولو په مهال د کور او ښار جوړولو وزارت، په ولایتونو کې اړوند ریاستونو او اړوندو ښاروالیو سره مشوره کوي او د پلان سره سم دې په رغنیزو چارو اقدام وکړي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۰
Background image

د نوي کابل ښار په اډانه کې، د صنایع سبز  صنعتي ښارګوټي په پروژه کې د غیرپلاني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی وشو

۱۴۴۸/۲/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د نوي کابل ښار د ده‌سبز سیمې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د پروژو د کیفیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم، کابل کې د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د هېواد په کچه د پلان جوړولو برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت یو بل ستر ګام اوچت کړ

۱۴۴۸/۲/۱۰

ماسټر پلان، چې د ښار راتلونکې پراختیا په منظم او معیاري ډول رهبري کوي او د ځمکو سمه او اغېزمنه کارونه تضمینوي.

سربېره پر دې، د غیرپلاني او بې‌نظمې ودانۍ مخنیوی کوي او د نفوس. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت