په ټول هېواد کې به د نفتي موادو او اوبلن ګاز د پمپ سټېشنونو جوړولو په موخه د موقعیتونو په نښه کولو تګلاره وروستۍ شي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۱۲:۵
انځور

۱۴۴۴/۰۸/۰۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د نقشو ویزه کولو کمېسیون، د هېواد په کچه د نفتي موادو او اوبلن ګازو د پمپ سټېشنونو د جوړولو د شرایطو او موقعیت په اړه او دغه راز د هستوګنیزو سیمو پر سوداګریزو سیمو د بدلولو په موخه غزني ولایت ته د ټاکل شوي هیئت راپور اورېدلو په اړه ناسته وکړه.

لومړی د کمېسیون غړو د پمپ سټېشنونو د شرایطو او موقعیت په نښه کولو په اړه خبرې وکړې او پرېکړه وشوه، چې یاده موضوع دې له نورو اړوندو دولتي بنسټونو سره شریکه شي او په ګډه دې تصمیم ونیول شي.

پر سوداګریزو سیمو د هستوګنیزو بدلولو په موخه یادونه وشوه، چې د اصولو، شرایطو او نقشې له مخې دې اجراأت وشي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ دار علي کریمي بامیاني وویل، د انجنیرۍ د نورمونو او سټډرډونو مطابق دې چارې ترسره شي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

په کجکي ولسوالۍ کې د ۱۰۰۰ لمونځ کوونکو په ظرفیت د جامع مسجد طرح او ډیزاین بشپړ شو

۱۴۴۷/۱۱/۲۲

د هلمند ولایت د حج او اوقافو ریاست د رسمي غوښتنې پر اساس، د کجکي ولسوالۍ لپاره د ۱۰۰۰ لمونځ کوونکو په ظرفیت یو معیاري مرکزي جامع مسجد طرح او ډیزاین ترتیب شوی دی.

یاده طرحه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۰
Background image

په پنجشیر کې د پوهنتون د تاسیساتو لپاره د نوې تثبیت شوې ساحې توپوګرافیکه سروې ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروی او جي ای ایس ریاست له لوري د پنجشیر ولایت په مرکز کې د پوهنتون د تاسیساتو د جوړولو لپاره د نوې تثبیت شوې ساحې توپوګرافي سروې ترسره شوه.

یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳
Background image

په هرات کې د هوايي ډګر د پروژې د کانکریټ اچونې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲۲

د هرات ولایت د هوايي ډګر ریاست په غوښتنه، د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د انجینرۍ ټیم له لوري د ګذره ولسوالۍ اړوند د هوايي ډګر په جنوبي رمپ کې د ترانسفارمر خونې د لومړي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت