د ساختماني پروژو د ستونزو د حل په موخه ناسته وشوه
1444/07/10
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د ملي پراختیا شرکت له رئيس محترم عبدالرحمن عطاش سره د ساختماني پروژو د ستونزو د حل په موخه ناسته وکړه او نظرونه یې شریک کړل.
په دې ناسته کې د هغو ساختماني پروژو د ستونزو د حل په موخه خبرې وشوې، چې د تیر حکومت په مهال یې ځینې چارې نیمکړې پاتې او یا ځیني حقوقي او تخنیکي ستونزې یې ولري.
دغه راز په ناسته کې په ځینو پروژو کې د کم کارۍ او نیمګړتیاوو د حل په تړاو هم خبرې وشوې او شته ستونزو ته د حل په لارو چارو بحث وشو.
د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل، په یادو پروژو کې د شته ستونزو د حل په موخه باید یوه کمیټه وټاکل شي؛ تر څو ستونزې د حقوقي او تخنیکي اړخه وڅېړي او ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې وګوري، چې پروژې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.