د کور او ښار جوړولو سرپرست د ننګرهار، بامیان، پکتیا او لوګر ولایتونو تفصیلي پلانونه ور وسپارل
1444/05/13
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د لوګر، پکتیا، ننګرهار اوبامیان ولایتونو د کور او ښار جوړولو رئيسانو ته د دې ولایتونو لپاره تفصیلي پلانونه ور وسپارل.
د یادو ولایتونو تفصیلي پلانونه پخوا چمتو شوي ول د وخت په تیریدو وراسته او له کاره ولیدلي ول نور چاپ او دوی ته اختیار کې ور کړل شول.
د ولایتونو محترمو رئیسانو د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني څخه مننه وکړه او په خپلو ولایتونو کې یې د کارونو له نظارت او د ښه تطبیق په اړه محترم نعماني ته معالومات ور کړل.د کور او ښار جوړولو محترم وزیر د ښاري چارو د لاښه پر مخ بیولو او د تفصیلي پلانونو د لا ښه تطبیق په موخه یې د یادو ولایتونو رئیسانو ته لازمې سپارښتنې وکړې.