په نمیروز ولایت کې د یوه سوداګریز مارکیټ نقشه طرحه او ډیزاین شوه
۱۴۴۴/۰۴/۲۸
د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د زراعت اوبو او مالدلرۍ ریاست اړوند د یوه سوداګریز مارکیټ نقشه طرحه او ډیزاین کړې ده.
د دې مارکیټ پلان په درې پوړیو کې طرحه او سکیچ شوې چې ټول انحنیري معیارونه پکې په نظر کې نیول شوي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د دولتي ادارو په غوښتنه د تعمیرونو نقشې جوړوي او بیايې دولتي ادارو ته واک کې ور کوي.
