یو ترکي خیریه شرکت په پېروزي استوګنیز ښارګوټي کې دارالایتام کمپلکس جوړوي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۶ - ۱۰:۵
انځور

۱۴۴۴/۰۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت په هڅو د کابل په (۱۹) مه ناحیه پېروزي استوګنیزه پروژه کې د شهیدانو ورثه وو لپاره یو دارالایتام کمپلکس جوړیږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني سره په ناسته کې د (شبیر) په نوم د یوه ترکي خیریه شرکت مسؤلینو وویل، غواړي په کابل کې د یتیم پالنې په موخه یو مرکز جوړ کړي.

د یاد شرکت مسؤلین وایي، جوړېدونکی دارالایتام د شهیدانو ورثه وو لپاره جوړېږي، چې په کې به مسجد شریف، د حرفه یي زده کړو ځای، تدریسي تعمیر، لیلیه، روغتیایي کلینیک، د ماشومانو د لوبو ځای او نورې لازمې اسانتیاوي ولري.

دوی د کور او ښار جوړولو وزارت څخه وغوښتل چې د کابل ښار کې ورته په مناسب ځای کې شاوخوا (۲۰) شل جریبه ځمکه ورکړي، ترڅو په کې یاد کمپلکس جوړ کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني وویل له هرهغه کورني او بهرني پانګوال ملاتړ او همکاري ورسره کوي چې غواړي افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي او په وینای یې دوی به ورته هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي سرپرست وزیر د پیروزي ښارګوټي مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د شبیر شرکت لپاره په پیروزي ښارګوټي کې د اړتیا وړ ځمکه ځانګړې کړي، چې ډېر ژر به یې عملي چارې هم پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د مهمو ساختماني پروژو د کیفیت او لابراتواري چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل په یو شمېر مهمو ساختماني پروژو کې د لابراتواري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۳۲
Background image

په پکتیکا کې د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو

۱۴۴۸/۵/۱۰

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د تطبیق د نظارت انجینرانو د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د ودانۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۵۷
Background image

په کونړ کې د یو باب مسجد شریف او استنادي دېوال د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو

۱۴۴۸/۵/۱۰

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او پروژو د نظارت عمومي مدیریت تخنیکي ټیم د دوو ساختماني پروژو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت